شنبه ۲۷ مرغومې ۱۳۹۹
د مزدا خان تاریخي حوض چې د هرات ولایت په نهمه ناحیه کې موقعیت لري او د تیموریانو دورې له پاتې آثارو څخه ګڼل کیږي؛ د ۸۵۰ او ۹۱۱ قمري کلونو ترمنځ جوړ شوی دی.
دا حوض چې د اوبو د زيرمه کولو په موخه، د ۱۲.۲ مترو په وږدوالي او ۷.۳ مترو پلنوالي سره جوړ شوی، هغه وخت ېې ددې وړتیا درلوده چې د سیمې د خلکو ستونزې د څښاک اوبو د کمښت له اړخه حل کړي.
د مزدا خان لرغونی حوض چې د وخت په تیریدو او نه پاملرنې له امله له نابودۍ سره مخ وو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزې تصدۍ لخوا له سره بیا ورغول شو چې عملي چارې ېې تیره ورځ پای ته ورسیدې.