دوشنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۹
له کله نه چې ننګرهار کانال د ملي پراختیا شرکت اړوند شوی کارونه يې له پراختیايي پلان سره سم په چټکۍ سره پر مخ روان دي او په بیلابیلو څانګو او کاري برخو کې ېې په سلهاوو هیوادوال په مستقیم او په زرهاوو تنه په غیرې مسقتیم ډول په کار بوخت دي چې یو له هغو څانګو څخه د کبانو حوضونه دي.
د ملي پراختیا شرکت په هیواد کې د کب روزنې د پراختیا او د کورنۍ اړتیا د پوره کولو لپاره، د کبانو د پالنې د سلګونه تولیدي فارمونو د جوړولو په موخه د ننګرهار ولایت ثمرخېلو سیمه کې د خپل ملکیت شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانکړې کړې؛ ۲۰ حوضونو کارونه پیل چې د لسو چارې ېې بشپړې او له ډلې ېې څلور ګټې اخیستنې ته وړاندې شوي هم دي.
د کبانو د څلورو حوضونو له ډلې په دریو کې يې شاوخوا ۶زره کبان اچول شوي او څلورم حوض کې ۳۳۷ مادرسټاک کبانو پالنه هم پيل شوې چې د ټولو حوضونو له بشپړیدو وروسته به د کبانو له پلور څخه په میلیونونه افغانۍ کلنی عاید ترلاسه او له ګاونډیو هیوادونو څخه د کبانو د وارداتو کچه به هم راټیټه شي.