شنبه ۴ سلواغه ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت په ټول هیواد کې د ټولګټورو پروژو د پلي کولو ترڅنګ؛ د یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د غوره ځای برابرولو په موخه په جوزجان ولایت کې د یو مناسبه روزنتون جوړولو چارې پرمخ وړي.
دا روزنتون چې د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې په ۹۹۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې ودان شوی، بیلابیلې برخې لري لکه لیلیه، د ماشومانو لپاره ښوونځی، کلینیک او نور اړینې څانګې.
ددې پروژې مالي لګښت د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا ورکول شوی او عملي چارې یې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي.