یکشنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۹
د دې بند جوړولو چارې د روان کال د مرغومې په ۱۴مه نیټه پیل شوې چې له جوړیدو سره به ېې ۸۷۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۳۴ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
دا بند چې د زابل ولایت مرکز قلات ښار سره څلور کیلو مټرۍ کې «نوخېز» کلي کې جوړیږي، د کاسې مساحت ېې ۱۵۰ جریبه؛ ۷۴ متره اوږدوالی؛ ۱۵ متره لوړوالی او ۵۴ متره پلن والی لري؛ د ۱,۸ میلیونه متر مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري.
توري بند د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا سروې او ډيزان شوی او له ۹۲ میلیونو افغانیو څخه پرې زیات مالي لګښت راځي او د ۲ کالو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت، هلمند ودانیز شرکت پرمخ وړي.