سه شنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت نیمروز ولایت کې لوبغاړو ته د یو مناسب او معیاري ځای د جوړولو په موخه هلته په یو باب جمنازیم تر کار لاندې لري چې له لوبغاړو سره په یو وخت کې د ۱۵۰۰تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري.
ددې جمنازیم ودانیز کارونه چې کابو بشپړ دي، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې کیږي.
د ملي پراختیا شرکت د یاد جمنازیم د ودانیزو چارو د پرمخ وړلو ترڅنګ، په نیمروز ولایت کې یوشمیر نورې پروژې هم پلې کوي چې له پرانیستو سره به ېې په اړوند برخو کې تر ډیره بریده د خلکو ستونزې حل شي.