یکشنبه ۱۲ سلواغه ۱۳۹۹
د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ د درګۍ په کلي کې یو محراب جومات، چې ودانیز کارونه ېې د روان کال چنګاښ میاشت کې پیل شوي او تر دې دمه پکې ۴۲سلنه پرمختګ شوی؛ تمه ده له ټاکل شوي مهال ویش سره سم پرانیستل شي.
دا جومات په ۶۵۰مربع متره مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل، له ټولو اړینو برخو سره ودانیږي، مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه ادار ورکول کیږي.
ددې جومات عملي چارې د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ودانیز شرکت پرمخ وړي او له دې سربیره دا شرکت په خوست ولایت کې ځينې نورې ودانیزې ټولګټې پروژې هم تر کار لاندې لري.