سه شنبه ۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د لوبو د یو سمبال جمنازیم پرانیستلو سره به، ددې ولایت ځوانان وشي کولی د ورزشي پروګرامونو او لوبو په لار اچولو کې ورڅخه ګټه واخلي.
دا جمنازیم په یو وخت کې د ۱۵۰۰ تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري او ودانیز کارونه یی د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې کیږي چی کارونو له بشپړیدو وروسته، د لوبو ترسره کولو ته چمتو او پرانیستل شي.