پنجشنه ۲۳ سلواغه ۱۳۹۹
د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا پر یو شمېر ودانیزو پروژو کارونه روان دي،چې له ډلې یې همدا د تختې پل جومات دی.
د یاد جومات مالي لکښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا پرمخ وړل کېږي.
د مګړۍ جومات پر بیلابیلو برخو کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.