شنبه ۲۵ سلواغه ۱۳۹۹
له کله نه چې ننګرهار کانال د ملي پراختیا شرکت برخه شوه کارونه يې منظم ، لا مسلکي او د ودې په حال کې دي ، ننګرهار کانال شرکت چې په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو لوی دولتي شرکت دی؛ زیاته پاملرنه ورته کولی شي د کرنیزو محصولاتو، تولیداتو او تازه میوو په برخه کې هیواد په ځان بسیا کړي.
د درېیم فارم مسوولین وايې چې د تېرې اونۍ راهيسی يې ددغه فارم په قوریو کې د کيمياوي سری کارونې چارې د مالټه باغونو ونو د تقويه کولو، ښی ودې او په زړه پوری حاصلاتو ترلاسه کولو په هدف پېل کړي او د روانې میاشتې تر پایه به دوام وکړي. مسوولین زیاتوي چې مالټه باغونو او نورو بوټو ته کیمیاوي سرو کارونه کولای شي چې یاد حاصلات څو برابره لوړ کاندي او درنو هېوادوالو ته خپله وطني تولیدات وړاندی شي.