دوشنبه ۴ کب ۱۳۹۹
د عامه خدمتونو د پروسو را لنډولو، برېښنايي کولو او تر یوه چتر لاندې راټولولو په موخه، د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۹مه، د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته لارښوونه کړې چې خپل مرکزونه (آسان خدمت څانګې) ولایتونو ته وغځوي.
په همدې موخه کندهار ولایت کې د آسان خدمت د عامه چوپړتیاوو ودانۍ د ترمیمولو تړون د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز دستګاه سره ترسره شو چې دا مهال اساسي ودانیز کارونه یی تکمیل شوی او دیر ژر به ګټی اخستنی ته ولاندی شي.
دا ودانۍ د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې په مالي ملاتړ د څه کم ۳۴میلیونه افغانیو په لګښت په دوه پوړونو کې جوړیږي چې شاوخوا ۳۶ اداري او اړتیا وړ خونې لري او په پرمختللې ټکنالوجي به سمبال وي.
همداراز د یادونې وړه ده چې دمګړۍ په کندهار ولایت کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو لویو ودانیزو پروژو کارونه روان دي، چې د ځينو ودانیز کارونه به ېې په لنډ وخت کې پای ته ورسیږي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.