شنبه ۹ حوت ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت او جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ګډ پلاوی د رییسانو او مسوولینو په ګډون، د ملي پراختیا شرکت د کاري زونونو د پروژو له کاري بهیر څخه د نظارت په پار د سفر لړۍ پیل کړه.
په دې سفر کې د پروژو د نظارت سربېره به د بشپړ شویو پروژو پرانیسته او تسلیمي او همداراز له محلي چارواکو سره لیدنه وشي.
ملي پراختیا شرکت اوس مهال په لسو کاري زونونو کې د جمنازیومونو، جوماتونو او انتظار خونو ودانیز کارونه بشپړ کړې دي.