سه شنبه ۱۲ کب ۱۳۹۹
د هېواد لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان د مقبرې ودانیز کارونه چې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پرمخ وړل کېږي، ۶۵ سلنه بشپړې شوي.
یاده پروژه د تاج بېګ په تپه کې د ۵۷۵۰ مترمربع ځمکې په مساحت سره ودانېږي، چې ۳ لوی سالونونه،۲ کتاب خونې، ۲ نندارتونونه، پخلنځای، طعام خونه، ۴ اداري خونې، دهلیزونه، تشنابونه او د مقبرې د محوطې سرکونه پکې دې، مالي لکښت یې د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي.
ملي پراختیا شرکت د څو تاریخي او ملي شخصیتونو د مقبرو ودانولو مسوولیت لري.