سه شنبه ۱۹ کب ۱۳۹۹
تیره ورځ د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي مشر عبدالرحمن عطاش، د ټولګتو وزارت مرستیالانو پوهنیار انجنیر پاینده محمد انوري او ډیپلوم انجنیر عبدالقیوم ځاځی له سالنګونو څخه لیدنه او هر اړخیزه ارزونه وکړه.
په یاد سفر کې تخنیکي انجنیرانو هم ګډون درلود چې د سالنګونو له سرک، پلونو، ګالریو، تونل، د هوا پېژندنې له سټیشن، د ژغورنې خونو، او د سالنګونو له ریاست څخه لیدنه او ارزونه وشوه او اړوندو مسولینو ته سپارښتنه وشوه چې د تخریب شویو پلونو او لارې بیارغونه وشي، ترڅو دا لویه لاره شپه او ورځ د هېوادوالو پر مخ پرانیستې وي.
همداراز د سالنګونو د نوي تونل د سروې او ډیزاین چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي، چې له امله یې د شمال او مرکز ترمنځ لاره به لا لنډه او خوندي شي.