سه شنبه ۱۹ کب ۱۳۹۹
کنړ ته په سفر کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوی مشر عبدالرحمن عطاش او ورسره مل پلاوی یې د ملي پراختیا شرکت له پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه او همداراز یې اړوندو مسوولینو ته هر اړخیزه سپارښتنه وکړه.
په یاد سفر کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوی مشر د کنړ ولایت له والي محمد اقبال سعید او یو شمېر سپینږیرو او قومی مشرانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې.
دا مهال په کنړ کې د دوه سوه بستریز روغتون او لیلیې ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت له لوري د ۱۴ جماتونه او د ورزشي جمنازیوم د جوړېدو چارې دوام لري چې په بشپړیدو سره به یې په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.