ننګرهار ته په سفر کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیو مشر او ورسره مل پلاوی، په ننګرهار کې د ملي پراختیا شرکت له پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
په دې سفر د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیو مشر د ننګرهار له والي ضیاءالحق امرخیل سره هم ولیدل.
د ننګرهار والي د تورخم ښارګوټي کې د ۲ کیلومتر سرک، پچیراګام کې د پچیر ملا صیب مدرسې د پاتې چارو بشپړېدو او اګام پاچا صیب جومات د ودانیز چارو پیل کېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي امرخیل د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیو مشر څخه مننه وکړه، چې د شاهي ماڼۍ، سپین جومات، ۶ سوه بستریز روغتون، د نجونو لیلیه او د کانال اړوند بېلابېلو برخو چارې یې ګړندي کړي دي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي احرائیوي مشر عبدالرحمن عطاش ډاډ ورکړ چې ژر به په تورخم ښارګوټې کې د ۲ کیلو متره سړک چارې پیل کړي، همداراز یې اړوندو مسوولینو ته هر اړخیزه لارښوونه او سپارښتنه وکړه چې د پچیر ملا صیب مدرسې پاتې چارې او اګام پاچاصیب جومات جوړولو چارې ژر تر ژره پیل کړي.
ښاغلي عطاش د کانال اړوند د ماهیانو، مالدارۍ او نورو برخو د پیاوړي کولو څخه هم خبر ورکړ, چې له امله به یې دې ولایت کې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.