چهار شنبه ۲۰ کب ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي مشر عبدالرحمن عطاش او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کانال شرکت د ۱۲مالټه باغونوقراردادیانو او یو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې د هغوي ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه يې اړونده مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او هدایت وکړه.
عبدالرحمان عطاش پخپلو خبرو کې د مالټه باغونو قراردادیانو ته وویل: د شوو قراردادونو د مادو له مخې تاسو اړ یاست چې په شته مالټه باغونو کې د ونو سمه ساتنه، پالنه او په وخت ورته اړونده اګروتخنیکي فعالیتونه ترسره کړۍ.
د نوموړي په ټکو د عوایدو په وخت تحویلول او د اصولو او مقراراتو سره سم چلند موږ اړ کوي چې غوره قراردادي وستایو او د پرمختګ لپاره يې لازم اقدامات ترسره کړو.
د ملي پراختیا شرکت اجرایوي مشر دا هم وویل چې خصوصي سکټور سره د نږدې نه کار او ورته وده ورکول يې د پلان برخه ده او دې برخې ته به لازم اقدامات وکړي چې هم مو هېواد آباد او هم مو د بې روزګارۍ کچه راټيټه شوي وي.