چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰
د دې کانالونو په جوړولو سره به ۴۹۳۹۷ هکتاره شاړه ځمکه د په نیمروز ولایت کې زراعت
ته چمتو شي.
د دې کانالونو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي چې مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.
له یاد کانالونه څخه به ۴۹ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه واخلي.
کمال خان بند د هېواد یو له سترو پروژو څخه دی، چې په دې وروستیو کې یې د اوبو اخیستنې لړۍ هم پیل شوې دی.