چهارشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۰
د پلازمینې کابل ښار دولسمې ناحیې قلعه شاهنان سیمه کې د ډبرینو سړکونو د جوړولو چارې کارونه په چټکۍ سره روان دي او ډير ژر به دا پروژه بشپړه او خلکو خدمت ته به وسپارل شي.
دا پروژه چې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري ډیزاین شوې او د ملي پراختیا شرکت اړوند افغاني ودانیز ریاست ېې عملي چارې پرمخ وړي، د سړک غاړې ته د ویالو د جوړولو او کانګریټ کارونه بشپړ شوي، سړک هوار او اوس پرې د ډبرین فرش کارونه روان دي.
د یادونې وړ ده دې پرژوه کې کابو څلورنیم کیلومتره سړک، له پنځو تر لسو مترو پلنوالي سره په اساسي ډول جوړ او په ډبرو پوښل کیږي چې په ترڅ کې ېې ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول کاري بوختیا رامنځته شوې او په بشپړیدو سره به ېې د زرګونه کسانو تګ راتګ ستونزې حل شي.