شنبه ۱۴ وری ۱۴۰۰
ملي پراختیا شرکت د نورو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو په څير، د خوست په مندوزی ولسوالۍ کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه پرمخ وړي.
دا جومات چې د لسهاوو تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا او د اودس ځای په څیر به د اړتیا وړ برخې هم ولري، ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه ریاست پرمخ وړي.
ددې جومات ټول ودانیز لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږی او څو میاشتې وروسته به د ودانیزو کارونو له پای ته رسیدو سره پرانیستل شي.