مچلغو هغه هیله چې یوه پېړۍ وړاندې په اماني دور کې د پکتیا د زرغونتیا او روښانولو په پار پلان شوی وه.
یاد پروژه د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د پنځه نیم میلیونه متر مکعب اوبو د ساتنې، د ۲۳۰۰ هکتاره شاړې ځمکې د خړوبول او د ۳۰۰ کیلو واټه بريښنا د تولید په ظرفیت سره د ملي پراختیا شرکت لخوا، د جمهوری ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ جوړېږي.
د مچلغو بریښنا بند چې د هېواد یو له سترو ملي پروژو څخه دی، ودانیز کارونه د سلګونو کارکوونکو پر مټ په شدت سره روانې دي.