چهار شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۰
دپروان ولایت مرکز چاریکارو اړوند دتوغبیردي ښوونځي ودانۍ چې رغنیزې چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دافغاني ودانیز ریاست له خوا پرمخ وړل کیږي ۹۵٪ سلنه چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه ښوونځی پر ۸۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې په دوه پوړونوکې جوړیږي، چې ۱۶ درسي خونې اونور اړین ملحقات لري، چې ډیر ژر به دزده کوونکو پرمخ پرانستل شي.
دملي پراختیا شرکت چې د پراختىايي پروژو، اقتصادي ودې د چټکتيا او د دولتي تصدیو د چارو د ښه تنظیم موخه جوړ شوی تردې مهاله یې په بیلابیلو برخوکې لسګونه عام المنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.