پنجشنبه ۱۶غویی ۱۴۰۰
ملي پراختیا شرکت دتیر یوکال په اوږدوکې لسګونه ښوونځي په بیلابیلو ولایتونوکې جوړ اوګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
دغه ښوونځي د مرکز کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونوکې لکه: پنجشیر، سمنګان، بدخشان، هلمند، بامیان، خوست، بلخ، کندز، قندهار، پکتیکا، زابل، میدان وردګ، پکتیا، دایکنډي، بغلان، فاریاب، بادغیس، نیمروز اوغزني کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
ددغوښوونځیو رغنیزې چارې دملي پراختیا شرکت اړوند د کورجوړولو ریاست له لوري د ښارجوړولو اوځمکې وزارت په مالي لګښت رغول شوي،چې د ډیری هغو زده کوونکو ستونزې یې حل کړي،چې تر شنه آسمان لاندې په خړو خاورو او یا تر خیمو لاندې به یې زده کړې کولې.