شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۰
ټاکل شوې د نیمروز ولایت په ګمرک کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز شرکت له لوری د ملي سوداګرو لپاره د تجارتي مالونو د ساتنې په موخه معیاري سړه خونه جوړه شي.
دغه سړه خونه په ۱۵۰۰ مربع متر مساحت کې، چې مالي لګښت یې د ماليې وزارت پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي د ۹ کاري مياشتو په اوږدوکې به د ملي پراختیا شرکت له لوری جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د افغاني ودانيز شرکت د مسئولينو په وينا د يادې سړې خونې سروې پاي ته رسيدلې او لومړنۍ چارې يې پيل شوې دي.
دیادونې وړده، چې له دې سړې خونې څخه به دتجارتي مالونو په ګډون، تازه او وچو میوو اوهمدارنګه د بیلابیلو سبزیجاتو دساتنې په موخه ګټه واخستل شي.
په ګمرکونو کې دسړوخونو نه شتون ددې لامل شوی، چې هرکال د ملي سوداګرو مالونه ضایع اوزراعتي محصولات جدي اقتصادي ضربه وویني.