یکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰
دغه سړک دسمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ اړوند د دهانه تور د سکروکان آمریت له لوري جغل اندازي او بیا ورغول شو،دغه سړک ددې ترڅنګ چې دیاد شوي کان څوبرخې له عمومي سړک سره نښلوي،یوشمیر کلي هم د دهانه تور له بازار سره نښلوولي او ددغو سیمو داوسیدونکودتګ راتګ ستونزې یې حل کړي دي.
یاد شوی سړک چې دډبرو سکروکان څخه دلوړ تناژ راوړونکو موټر د تګ راتګ له کبله تخریب کیږي هرکال دهانه تور دډبروسکرو کان دآمریت له لوري جغل اندازي او بیا رغول کیږي. ددهانه تور دسکرو کان چې دشباشک دسکرو له کان سره نږدې موقعیت لري چې اوس مهال د ملي پراختیا شرکت کې مدغم شوی دغه شرکت په پام کې لري چې خپل فعالیتونه پراخ اود استخراج او پروسس عصري وسایلو په درلودلو سره دهیواد په دننه کې د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ له هیواده بهر هم صادرات پیل کړي.