چهار شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰
دولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه دسیدالشهدا ښوونځي بیارغونه دملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوه اوټاکل شوې چې ډیر ژریې کارونه بشپړ اود زده کوونکو پرمخ به بیا پرانستل شي.
دغه ښوونځی چې د کابل په لویدیځ کې موقعیت لري د شنبې ورځ دغویي (ثور) په ۱۸ نیټه د وسلوالو برید لاندې راغی، چې څه د پاسه ۱۰۰ تنه انجونو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او د ښوونځي زیاتې برخې یې ونړولې.
اوسمهال ددې ښوونځي پر ۸ بلا کونو د بیا رغونې کارونه د ملي پراختیا شرکت د افغانی و دانیز ریاست له لوري په چټکۍ روان دي.