یکشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت له لوري دهیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د روغتونونو د جوړیدو په لړ کې د فاریاب ولایت سل بستریز روغتون رغنیزې چارې دبشپړیدو په حال کې دي او ډیرژربه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه روغتون چې په ټولو روغتیایي معیارونو برابر جوړ شوی د بیلابیلو څانګو لکه: عملیات خونه، OPD، بیړنۍ څانګه، اکسرې، لابراتوار، دوینې بانک او درملتون په درلودلو سره ټاکل شوې، چې دملي پراختیا شرکت له لوري به عملیاتي ادارې او دینامیک ویژن ټیم ته تسلیم شي.
د یاد سل بستریز روغتون مالي لګښت د آسیایي پرمختیایي بانک (ADB) له لوري ورکړل شوی او د رغیدو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند د کورجوړلو ریاست پرغاړه وې، چې په ګټې اخیستنې سره به یې د فاریاب ولایت ډیری اوسیدونکو روغتیایي ستونزې هوارې شي.