دوشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۰
دباد غیس ولایت مرکز قلعه نو ښارکې د ۵۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې روانې دي، چې دکرونا ناروغانو د درملنې سربیره نور روغتیایي خد متونه هم وړاندې کوي، ددې روغتون ۸۷ سلنه کارونه بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې بشپړ اوګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه روغتون چې دملي پراختیا شرکت اړوند د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې رغول کیږي پربیلابیلو برخو سمبال لکه : عملیات خونه،OPD، بیړنۍ څانګه، اکسري، لابراتوار،دوینې بانک، درملتون او نور اړین ملحقات لري.
دیادې پروژې مالي لګښت د آسایي پرمختیایي بانک (ADB) لخوا ورکړل شوی او عملي چارې یې دملي پراختیا شرکت د کورجوړولو ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي.
ملي پراختیا شرکت ترټولو لوی دولتي شرکت ده، چې همدا مهال د روغتونونو د جوړیدو ترڅنګ د ښوونځیو،جوماتونو،لویوبندونو،دتاریخي ځایونو او کور جوړولو په برخه کې بیلابیلو ولایتونو کې دسلګونو پروژو د رغیدو مسئولیت پرغاړه لري.