چهارشنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۰
د دارالامان اداري کمپلکس دهیواد په کچه لوی کمپلکس ده چې اوسمهال یې رغنیزې چارې دملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي.
دغه ستره ملي پروژه په ملي او نړیوالو معیارونوسمبال، په داسې حال کې رغول کیږي چې مالي لګښت یې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي او تر دې مهاله یې ۸ سلنه چارې پرمخ تللي دي.
ددې اداري کمپلکس د جوړیدو موخه د ټولو دولتي ادارو منسجم کول، هیواد والوته د آسانتیاوو برابرول او د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا ته وده ورکول په ګوته شوي دي.