دوشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۰
دهرات پوهنتون لیلې د جوړیدو چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، دغه لیلیه د ملي پراختیا شرکت دبنایي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړه شوې.
یاده لیلیه،چې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې داوسني عصر په معیارونو جوړه شوې، د۱۰۰۰ تنه محصلینو داوسیدو ظرفیت لري.
دیادونې وړده چې اوسمهال د هیواد په څو ولایتونوکې د ۱۷ بابه نورولیلیو د جوړیدو چارې هم روانې دي، چې ډیری یې ګټې اخیستنې ته چمتو دي او په پرانیستو سره به یې د محصلینو د اوسیدو ځایونو ستونزې هوارې شي.