سه شنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۰
تيره ورځ د پکتیکا ولایت مرکزشرنې خواجه خيلو سيمه کې د نجونو ښوونځی جوړ اوګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د پرانيستې په دغو مراسمو کې د پکتیکا امنيه قومندان، د ولایت مقام دفتر رییس، د پوهنې ریاست مرستیال او دسيمې يو شمير قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
دغه ښوونځی چې د ملي پراختيا شرکت د بنايي ودانيز رياست له لوري د جمهوري رياست عملياتي ادارې په مالي لګښت په څه دپاسه ۳۷۰۰ مربع متر مساحت ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول په دوه پوړونو کې جوړ شوی، ۱۲ درسي او ۴ اداري خونې، تشنابونه، د اوبو سيستم او نور ملحقات لري.
د يادونې وړ ده چې ددې ولايت په ارګون ولسوالۍ کې هم د ورته ښوونځي رغنيزې چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.