چهار شنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۰
دلوګرولایت مرکز پل علم ښار اړوند مامور ینو ښارګوټي کې یو لوی جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پرانيستې په دې مراسمو کې د ولايت مقام مرستيال، ولايتي شورا غړو او پل علم ښاروال ګډون کړی وو.
ګډونوالو ددې جومات په پرانیستو د خوښي ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینوڅخه مننه وکړه، چې د یاد جومات د جوړیدو چارې یې په لوړ کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړې کړي.
دغه جامع جومات چې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري او د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت په دوه پوړونو کې جوړ شوی چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت لري.
د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې هم د جوماتونو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي