پنجشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۰
په کنړ ولایت کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون لیلیې د رغونې چارې، چې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیزریاست له لوري پر مخ وړل کیږي، ۸۷ سلنه چارې یې بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه لیلېه په شپږو پوړونو کې جوړه شوې چې په یو وخت کې د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو ظرفیت لري، د جوړولومالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي.
دیادونې وړده چې د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو اونۍ په لړکې، ټاکل شوې نن د کابل اوهرات پوهنتونونو لیلیې هم دولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شي.