شنبه ۸ غبرګولی ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ پلاوی د یو رسمي سفر په ترڅ کې ددې شرکت له لوري ترکارلاندې پروژو اوسیمو څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته تللی.
په دې سفرکې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، چې عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي اوددې شرکت بیلابیلو برخو یوشمیر مسؤلین یې ملتیا کوي بلخ ولایت ته رسیدلي دي.
دغه پلاوي د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي سره تر لیدنې وروسته یوځای د حیرتان دوه لارې کې د زراعتي کمپلکس څخه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي لیدنه وکړه.
د ملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي ددې کمپلکس جوړیدل په بلخ ولایت کې د زراعتي تولیداتو په وده کې د اهمیت وړ وبلل او ټینګاریې وکړه چې چارې به یې د اوسني عصرپه معیارونو سمبال پرمخ لاړې شي.
رهبري پلاوي په دې سفر کې همدارنګه له یوشمیرهغو پروژو څخه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترکار لاندې دي لیدنه وکړه او اړونده مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې هیڅ ډول جوړ جاړی چې د کار دبې کیفیته کیدو لامل کیږي ورته د منلو وړ نه ده.
دیادولو وړده چې اوس مهال په بلخ ولایت کې د ملي پراختیا شرکت له لوري پر لسګونه غټو او وړو پروژو کارونه روان دي چې د نمونې په توګه د حضرت علي (ک) د روضې ځینو برخو بیارغونه اوترمیم یادونه کولی شو.