دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰
دملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د یوې ناستې په ترڅ کې چې مالي او اداري مرستیال ډاکټر ضیاالله شفیق،عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي هم ګډون درلود ددې شرکت کارکوونکوته د پروژو د مؤثره او ښه کیفیت په ترسره کیدو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ښاغلي عطاش له ټول ټیم څخه د دوي د نه ستړې کیدونکو هلوځلومننه وکړه او زیاته یې کړه چې دې شرکت په کم وخت کې وکولی شول چې د هیواد په ۳۷۷ ولسوالیو کې فزیکي حضور پیدا کړي او وکولی شي بنسټیزې پروژې پلې کړي.
هغه زیاته کړه ” افغانستان دکاري نیرو ترڅنګ، هم پریمانه د اوبو منابع لري اوهم پریمانه ځمکه یواځینی شی چې ورته اړتیا لیدل کیږي هغه قوي اراده ده چي زه یې ستاسې هریو په وجود کې وینم”
ښاغلي عطاش همدارنګه وویل چې او سمهال زمونږ هیواد په یوه لوی امتحان کې لویدلی؛ خو کولی شو په پوره صداقت اوبشپړې ژمنتیا سره له دې لوی امتحان نه بریالي را ووځو.
د ناستې په پای کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي ریس دا د ټولو دنده وبلله او ټینګار یې وکړ؛ ترڅو له فقرڅخه لرې ټولنې په رامنځته کیدوکې هڅې وکړو.