دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰
نن په پکتيا ولايت کې دکرونا ناروغانو لپاره سل بستريز روغتون دپکتيا مرستيال والي، عامې روغتیا رييس او يو شمير بيلابيلو ادارو رييسانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتون چې دپکتيا مرکز ګردیز ښار کې موقعیت لري دملي پراختيا شرکت له لوري جوړ شوی او مالي لګښت يې دجمهوري رياست عملياتي ادارې لخوا ورکړل شوی دی.
دغه سل بستريز روغتون به په ټولو روغتيايي امکاناتو سمبال دکرونا لرونکو ناروغانو په خدمت کې وي.