سه شنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰
بامیانو ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې د بشپړیدو په حال کې دي او ډیر ژربه د دې ولایت ځوانانو ته د لوبو ترسره کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جمنازیم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل شوي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی.
دغه جمنازیم په څه دپاسه ۲۰۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې جوړشوی چی په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري.
داپه داسې حال کې ده چې دې ته ورته جمنازیمونه دهیواد په یو شمیر نورو ولایتونوکې هم ترکار لاندې دي چې په جوړیدو سره به یې د ډیری ځوانانو له لوبو سره نوره مینه هم پیدا شي.