شنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت د رهبري پلاوي له لوري رحمت الله احمدي د شمال د ډبروسکرو شرکت د سرپرست په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ.
هغه غونډه چې په همدې موخه د ملي پراختیا شرکت د شمال د ډبروسکرو په شرکت کې نیول شوې وه د بغلان والي محمد اکبر بارکزي، د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي او یو شمیر نورو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په یاده غوڼده کې ښاغلي احمدي د ملي پراختیا شرکت او حکومت له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په ټول قوت سره به ددې شرکت د ظرفیت لوړولو په برخه کې هڅې وکړي.
رحمت الله احمدي د اقتصاد په طبیعی سرچینو Mineral Economic کې د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې کړي او د مدیریت په برخه کې له کافي تجربې څخه برخمن ده؛ هغه د معدن او پټرولیم وزارت او نورو بیلابیلو بنسټونوسره په پرمختايي برخوکې څه د پاسه لس کاله کار کړی دی.