یکشنبه ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۰
دغزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ماڼۍ د بیا رغیدو چارې بشپړې شوي او په نږدې راتونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه ماڼۍ چې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري رغول کیږي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي.
د غازي امان الله خان ماڼۍ د اماني دورې له ماڼیو څخه ده چې د تیرو جګړو په لړ کې ویجاړه شوې وه او اوس ېې د بیارغونې کارونه دبشپړیدو په حال کې دي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د غه ماڼۍ غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ پرمهال کندهارته د تګ -راتګ پرمهال د دمه کیدو په موخه جوړه کړې وه چې په ورته وخت کې به یې په دې ځای کې دخلکو سره له نږدې د دوي ستونزې هم اوریدې.