شنبه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځنیخیلو کلي کې د یو جامع جومات جوړولو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جومات چې پر ۶۲۵ مترمربع مساحت ځمکه باندې جوړیږي په یو وخت کې د۱۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو دځایدظرفیت لري ۶۲ سلنه رغنیزې چارې یې پرمخ تللي دي.
د ځنیخیلو کلي جامع جومات دجوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري روانې دي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي اداري لخوا ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې دپنجشنبې ورځ دکونړ په مرورې ولسوالۍ کې هم یو جامع جومات جوړ او ددې ولایت مرستیال والي او ولسونو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.