پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰
هغه غونډه چې نن په همدې موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، ددې وزارت وزیر نورالرحمن اخلاقي، او د ملي پراختیا شرکت پلاوي ددفتر رییس رفیع الله عزیزی، د کور جوړونې ودانیز ریاست رییس میرویس ارغندیوال په کډون سره د ملي پراختیا شرکت د تخینکې او عملیاتي مرستیال سید نسیم خلیق او د کډوالو وزارت لخوا د پالیسۍ او برنامو د تطبیق مرستیال شیرعالم ممله وال لخوا د يوه هوکړه ليک له مخې لاسلیک شو.
د ملي پراختیا شرکت تخینکي او عملیاتي مرستیال ښاعلی سید نسیم خلیق ددې هوکړه لیک د لاسلیک موخه په هیواد کې د کډوالو او بیځایه شوو د ستونزو راکمول یاد کړل او زیاته کړه چې د ملي پراختیا شرکت له لومړیتوبونو څخه په هیواد کې د اقتصاد ښه وده او د کور جوړونې د پروژو ښه تطبیق دی.
ددې هوکړه لیک په اساس د ملي پراختیا شرکت مکلف دي چې د راستنېدونکو او بیځایه شویو کډوالو لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مالي مرسته پر نړیوالو معیارونو برابر کورونه جوړ او ددې وزارت په اختیار کې ورکړي.
دغه هوګره لیک پداسې حال کې د ملي پراختیا شرکت او ګډوالو او راستنیدونکو چارو زوارت تر منځ لاسلیک کیږي چې د همدې کال د غبرګولي تر ۱۵ پورې ۷۱ زره تنو څخه ډير بیرته هیواد ته راستنه او ۷۷ زره تنو څخه ډير د هیواد په دننه بیځایه شوي دي.