یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰
د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې د ابوسلیمان جوزجاني جامع جومات جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.
دغه جومات چې په دوو پوړونو کې جوړ شوی، شنه ساحه،اوبو ذخیره، احاطوی دیوال، پلې لارې او مجهزو تشنابونو په درلودلو سره په یو وخت کې د۲ زره تنو لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري.
د ابوسلیمان جوزجانی جامع جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړ شوی چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی دی.
داپه داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملي پراختیا شرکت له لوري په بیلابیلو ولایتونو او ولسوالیو کې پر لسګونه جوماتونو کار روان ده چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.