دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالۍ کې د یو محراب جامع جومات د جوړیدو چارې ګړندۍ روانې دي او تراوسه يې ۶۶ سلنه چارې بشپړې شوي دي.
دغه جومات په یو پوړ کې د ټولو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جووړیږي چې په یو وخت کې به ۱۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایدو ظرفیت ولري.
د فیض آباد ولسوالۍ جامع جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري په دې وروستیو کې د جوزجان ولایت ابوسلیمان جوزجاني لوی جامع جومات چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی.