چهارشنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۰
افغان ملي ماڼۍ په کابل ښارکې د ملي پراختیا شرکت له لویو پروژو څخه شمیرل کیږي چې په نړیوالو پرمختللو معیارونو ددې شرکت د کور جوړولو ودانیز ریاست له لوري د جوړیدو په حال کې ده.
دغه مانۍ ۱۳ پوړونه لري چې درې لومړني پوړونه يې د سوداګرو لپاره ځانګړي شوي چې د هرې برخې لپاره یې د شبکو سیستم، دوکانونه، د موټرو تم ځای، د نارینه او ښځینه وو لپاره ځانګړي جوماتونه، شنه ساحه او رستورانت په پام کې نیول شوي دي او ۱۰ پاتې پوړونو کې یې ۴۳۹ د هستوګنې کورونه جوړیږي.
تراوسه پورې د یو پوړ خشت کارۍ رغنیزي چارې بشپړې شوي او د ټولې مانۍ شاوخوا ۸۰ سلنه اسکلیت بندي (قالب بندي) هم بشپړه شوې ده.
د افغان ملي مانۍ د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ روانې دي چې مالي لګښت يې د افغان ملي بانک لخوا ورکول کیږي.
د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت ددې ماڼۍ د جوړولو ترڅنګ د دارالامان اداري کمپلکس، د صکوکو مطبعه، د ختیځ زون ۶۰۰ بستریز کمپلکس او نورو سلګونو غټو او وړو پروژو رغینزې چارې پرمخ وړي.