پنجشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د لاله ښار ګوټی، هغه ځای چې په ټولو پرمختللو او نړیوالو معیارونو سره کابل ښار کې جوړیږي.
د لاله ښار ګوټي لس بلاکونه په ۱۵ پوړونو کې جوړیږی. دغه ښارګوټی د ټولو معیاري اسانتیاو په لرلو لکه: سوادګریزو برخو،دوکانونه، د موټرو تم ځای، جومات، شنه ساحه، د مرکز ګرمۍ سیستم، اور ضد سیستم، فاضله اوبو سيستم، لفټ، وړکتون او نورو ډیرو اسانتیاو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دي.
ددې ښارګوټي هر بلاک ۵۶ کورونه لري، چې ټول ټال ۵۶۰ کورونه کیږي په دوه ډوله( ساده او VIP) کې په لږ توپیر سره جوړیږي.
دغه ښارګوټي د ښار د ښکلا د لا زياتيدو ترڅنګ د څه د پاسه ۵۰۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
لاله ښارګوټی د ملي پراختیا شرکت کور جوړونې ودانیز ریاست له لورې جوړیږي چې مالي لګښت يې د اخیستونکو لخوا په بیلا بیلو پړاونو کې د ور کړل شويو پيسو څخه تمويليږي.
د یادونی وړده چې په کابل ښار کې د دوو نورو ښارګوټو (غزنوي او بګرامي) رغنیزي چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي.