شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار ولایت ګمرک کې د سړو خونو جوړولو چارې ددې ولایت په هواي ډکر کې پیل شوې.
دغه سړې خونې چې درې ډوله مواد (سبزیجات، درمل او خوراکي توکي) به په کې ساتل کیږي په ټولو نړیوالو معیارونو سمبال دملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، چې مالي لګښت یې د ماليې وزارت لخوا ورکول کیږي.
د هوايي ډګر دغه سړې خونې په ۱۶۳۲ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې د ۱۵۰۰ متریک ټن موادو د ځایدو ظرفیت لري.
دیادونې وړده چې په کابل،بلخ او نیمروز ولایتونو کې هم د ورته سړو خونو دجوړید چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي چې په جوړیدو سره به یې د ملي سوداګرو ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.