دوشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د کابل ولایت ګمرک کې د سړو خونو جوړولو چارې ددې ولایت په حامد کرزي هواي ډکر کې پیل شوې.
دغه سړې خونې چې درې ډوله مواد (سبزیجات، درمل او خوراکي توکي) به په کې ساتل کیږي په ټولو نړیوالو معیارونو سمبال د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، چې مالي لګښت یې د ماليې وزارت لخوا ورکول کیږي.
د هوايي ډګر دغه سړې خونې په ۱۶۳۲ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې د ۱۵۰۰ متریک ټن موادو د ځایدو ظرفیت به ولري.
د یادونې وړده چې په کندهار، بلخ او د فاریاب په آقینه کې هم د ورته سړو خونو دجوړید چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي چې په جوړیدو سره به یې د ملي سوداګرو ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.