سه شنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۰
په ملي پراختیا شرکت کې د ننګرهار وادي کرنیز ریاست په مدغم کیدو سره ددې ریاست د نجارۍ فابریکې په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی.
د نجارۍ فا برېکه چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۹ لمریز کال کې هډې فارم اړوند ثمرخېلو سیمه کې فعاله شوه، هغه مهال یې شاوخوا ۱۸۰۰ تنه کارمندان درلودل چې د کانال د اړتياوو پوره کولو ترڅنګ به يې د دولتي ادارو او ملکي خلکو اړتیاوې هم پوره کولې.
يادې فابريکې د ملي پراختیا شرکت سره د ننګرهار وادي کرنیز ریاست له یوځای کېدو سره سم بیاځلي په فعالیت پیل وکړ چې اوسمهال په کې ۱۵ تنه مسلکي نجاران او کاریګر په کاربوخت دي او تردې دمه يې ۲۶ اوه نفري سیټونه، دفتري او عادي میزونه، کوډ بندونه او نور بیلابیل توکي جوړکړي او لسګونه نور تازه جوړېدونکي توکي یې ترکار لاندې دي.