چهارشنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۰
د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د شیخ مصري صنعتي پارکونو رغنیزي چارې پیل شوې چې په جوړیدو سره به يې، هیواد د ځان بساينې پر لور یوسي.
دغه صنعتي پارکونه په ۲۰ کیلومتر مربع مساحت ځمکه باندي جوړیږي چې ټول ټال به په کې ۴۷۳ فابریکې په بیلا بیلو برخو لکه: د اوسپنې ویلې کیدل، د سیخ ګول تولید، د تالک پوډرو تولید او پروسس، د غنمو وینځل او اوړه کول، د چرګانودانې تولید، یخ، مالګې او نورو ډیرو خوارکې توکو تولیداتو فابریکې شاملې دي.
د شیخ مصري صنعتي پارکونه د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مالي لګښت جوړیږي، چې تراوسه يې ۶ سلنه چارې بشپړې شوي دي.
دا صنعتي پارکونه په داسې حال کې په ننګرهار ولایت کې جوړیږي چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت په دغه ولایت کې لسګونه ودانیز پروژې پلې کړي دي.