پنجشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰
په کاپیسا ولایت کې د تازه میوو او سبزیو د ساتلو لپاره یوه معیاري سړه خونه د جوړیدو په حال کې ده.
دغه سړه خونه په ۱۷ زره متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې ټول اړین ملحقات یې له ورځنیو معیارونو سره برابر په پام کې نیول شوي دي او په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ متریک ټنه تازه میوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت ولري.
یاده سړه خونه دملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي.
ددې سړې خونې په جوړیدو سره به د کاپیسا ولایت بزګرانو ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي.
د یادونې وړده چې اوسمهال په بیلابیلو ولایتونوکې لسګونه سړې خونې دملي پراختیا شرکت له لوري د جوړیدو په حال کې دي.