شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰
کندهار ولایت کې د صنعتي پارکونو رغیزې چارې په دوو فازونو کې عملاٌ پیل شوې.
دغه صنعتي پارکونه چې په ۳۵۵۷ جریبه ځمکه باندې په دوو فازونو (شمال) او (سویل) کې جوړیږي اول فاز یې په دامان ولسوالۍ او دویم فاز يې د شوراندام پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې دی.
د کندهار په دغه صنعتي پارکونو کې به ۳۱۲ فابریکې لکه: د وچو او تازه میوو د پروسس او بسته بندۍ، پلاسکو، بیکون او نورو بیلا بیلو برخو کې فعاله شي.
د کندهار صنعتي پارکونه د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مالي لګښت جوړیږي.
دا صنعتي پارکونه په داسې حال کې په کندهار ولایت کې جوړیږي چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت په دغه ولایت کې لسګونه ودانیزې پروژې تطبیق او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.